غزل
که په سر د هغه يار له لاسه سنگ خورم
Rahman Babaکه په سر د هغه يار له لاسه سنگ خورم
خدای دې نه کا چې به بله خوا ته څنگ خورم
عاشقي او ننگ و نام دي وبله لرې
څو به عمر واړه غم د نام و ننگ خورم
خدای و ما وته شېرين تر نيشکر کړه
که ديار له لاسه غشی د خدنگ خورم
د اشنا د بېلتانه په کار زار کې
همېشه په تندي نوره د فېرنگ خورم
نوکري دد معشوقو کوم په عشق کې
مهينې نه د بهلول نه د اورنگ خورم
شين لوگی مې په سر چتر دونهه تخت دی
گردغبار د خپل دولت لکه ملنگ خورم
هم په دا چې له خودۍ شمه بې خوده
د هجران په غم کې لپې لپې بنگ خورم
لکه څوک چې نعمتونه د دنيا خوري
زه د يار د جفا زهر په دا رنگ خورم
واړه زهر شي زما تر ستوني درومي
بې له ياره که همه لاچي لونگ خورم
زه رحمان به څو ژوندی په دنيا گرځم
چې په بلو لمبو څرخ لکه پتنگ خورم