غزل

که قاصد يې د مقصود

Rahman Baba

که قاصد يې د مقصود

آواره کړه زيان و سود

هر چې در شي ستا په مخ کې

واړه وگڼه بهبود

هر چې دي سيوا له خدايه

واړه وگڼه نابود

رضا پاسله و قضا ته

مدام خوښ اوسه خوشنود

و هستۍ وته جلوه کا

لکه آبر هسې دود

ته و ځان وته نظر کړه

چې قبول يې که مردود

نندارچي د خپل صورت شه

چې مسلم يې که جهود

امتي د ابراهيم شه

تابع مه شه د نمرود

د غفلت له خوبه پاڅه

څو به اوسې خواب آلود

مقيد او مشغول اوسه

په دعا او په درود

اسمان طوره په رکوع شه

زمين طوره په سجود

هر اشيا د حق ثنا کا

په نغمه لکه داود

که بيدار شې خود به اورې

په هر لوري دا سرود

که اياز شې بندگۍ کې

نور به ناز کړې په محمود

هر اسباب د ښو د بدو

مهيا دی هم موجود

که دانا يې وبله بېل کړه

فرموده او نافرمود

څو سپند نه شي په اور کې

نه وي خوند د بوی د عود

ځان له خبثه پاکيزه کړه

لکه بحر نامعدود

هلاک ځکه شه رحمانه

چې پاک نه شه دا وجود