غزل

که سړی د خپلې پوهې تقصير نه کا

Rahman Baba

که سړی د خپلې پوهې تقصير نه کا

دخدای کړه به څوک په پوهه تغير نه کا

خواه ناخواه به د تقدير شوي ور پېښ شي

که څوک هېچرې نظر په تقدير نه کا

د هغو چې بخت بيدار شه غم يې نشته

که هېچرې بيداري و شبگير نه کا

د ا له خپلې کم فهميه مونږه وايو

چې فلانا سړی تالاش و تدبير نه کا

دلگيري او خوشالي که په خپل لاس وی

په خپل لاس به خپسر هېڅوک دلگير نه کا

معرفت دخدای څرگند دی په هر څه کې

سترگې وخوره چې څوک هومره نظير نه کا

دا نفس په مثال برق صورت فانوس دی

برق به هېڅوک په فانوس کې اسير نه کا

د دنيا سړي همه واړه درماند دي

کوم بادشاه دی چې منت د وزير نه کا

کوم واده کومه کوژدن ده په جهان کې

چې فلک يې و اخر وته وير نه کا

په خوله هر يو سړی اسم د پير اخلي

باري څه په کار چې نغوته د پير نه کا

دغه نخښې د قيامت نه دي نورڅه دي

چې د پلار ويل په زويو تاثير نه کا

هسې چارې له ناصحه واقع کېږي

چې له شرمه يې هېڅ غل او کاثير نه کا

چېمرده پسې تکبير و کا روان شي

هېڅ گومان په ځان دهسې تکبير نه کا

په دنيا پسې درست عمر زهېرېږي

ځان يو دم د خدای د پاره زهير نه کا

د عيال د پاره تېر تر سرو مال شي

دلجويي په يوه ټوک د فقير نه کا

رحمان گرم دی چې نارې د هجران اوري

و اشنا وته کاته په ځير ځير نه کا