غزل

که څوک لاس له سوده وکاږي زيان نشته

Rahman Baba

که څوک لاس له سوده وکاږي زيان نشته

په ملنگ باندې قلنگ او تاوان نشته

دوفا خريداران دې بل خوا درومي

دا متاع د زمانې په دوکان نشته

جدايي له اشناييه پيدا کېږي

نا اشنا لره هېڅ غم د هجران نشته

مگر ځان و خدای ته پاسلي په امان شي

گڼه بل خوا ته د هېچا امان نشته

هغه يار به زه و کومه خوا ته غواړم

چې يې هېچرې منزل او مکان نشته

دلبران که هر څو ډېر دي په جهان کې

زما يار غوندې دلبر په جهان نشته

چې هم قد لري هم زلفې هم سرې شونډې

دغه هسې رنگ آفتاب په اسمان نشته

عشق عاشق لره يو هسې گلستان دی

چې وباغ وته يې لار دخزان نشته

عاشقان په عشق کې واړه سلطانان دي

په دا ښهر کې نېست گار او ناتوان نشته

که مجنون غوندې په عشق کې څو صادق شي

د ليلی په دروازه کې دربان نشته

دانايان به د رحمان په قال پوهېږي

دلته کار د هر نا اهل و نادان نشته