غزل که ستا له مستو سترگو پيمانې وشرمېدې Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که ستا له مستو سترگو پيمانې وشرمېدې ساقي زما له ظرفه ميخانې وشرمېدې 02 جرات د گستاخۍ مې شو په لاسو کې پيدا نن ستا نه چې شوې هېرې بهانې وشرمېدې 03 ښايست ورته د شمعې پس له سوزه شو څرگند پردو د خپل خوږلن کې پروانې وشرمېدې 04 دا ستا د رسوايۍ له مخه چرته جاروتې لېکن وفا د مخ نه افسانې وشرمېدې 05 مضراب مې د هنر چې د زړه ساز ته کړو ورتېر لی ورانه د الفت شوه ترانې وشرمېدې 06 دا څنگه زمانه شوه د دوستۍ او اشنايۍ ياران خو نه شرمېږي يارانې وشرمېدې 07 حمزه ! زما خوله د انفعال ده کوثري تندی مې چې پرې خم شو آستانې وشرمېدې Dictionary meaning × Headword