غزل

که ستا له مستو سترگو پيمانې وشرمېدې

امیر حمزه شینواری

که ستا له مستو سترگو پيمانې وشرمېدې

ساقي زما له ظرفه ميخانې وشرمېدې

جرات د گستاخۍ مې شو په لاسو کې پيدا

نن ستا نه چې شوې هېرې بهانې وشرمېدې

ښايست ورته د شمعې پس له سوزه شو څرگند

پردو د خپل خوږلن کې پروانې وشرمېدې

دا ستا د رسوايۍ له مخه چرته جاروتې

لېکن وفا د مخ نه افسانې وشرمېدې

مضراب مې د هنر چې د زړه ساز ته کړو ورتېر

لی ورانه د الفت شوه ترانې وشرمېدې

دا څنگه زمانه شوه د دوستۍ او اشنايۍ

ياران خو نه شرمېږي يارانې وشرمېدې

حمزه ! زما خوله د انفعال ده کوثري

تندی مې چې پرې خم شو آستانې وشرمېدې