غزل
که صورت د محمد نه وی پيدا
Rahman Babaکه صورت د محمد نه وی پيدا
پيدا کړې به خدای نه وه د ا دنيا
کل جهان د محمد په مخ پيدا شه
محمد دی د تمام جهان آبا
نبوت په محمد باندې تمام شه
نشته پس له محمده انبيا
نور هاله د محمد و پيدا شوی
چې نه عرش و نه کرسي وه نه سما
بوی هاله د محمد و په جهان کې
چې بوی نه د آدم او د حوا
په صورت کې آخرين دی پيدا شوی
په معنی کې اولين دی تر هر چا
که نبي دی که ولي دی که عاصي دی
محمد دی د همه واړو پېشوا
چې يې دين د محمد دی قبول کړی
جنتي دی که فاسق دی که پارسا
محمد د گمراهانو رهنما دی
محمد دی د ړندو د لاس عصا
که رڼا ده پيروي د محمد ده
گڼه نشته په جهان بله رڼا
محمد د بې چاره وو چاره گر دی
محمد دی هر دردمند لره دوا
خدای يې مه گڼه بېشکه چې بنده دی
نور يې کل واړه صفات دي په رښتيا
زه رحمان د محمد د در خاکروب يم
که مې نه کا خدای له دې دره جدا