غزل
که ته نه کړې په بل چا باندې غرض
Rahman Babaکه ته نه کړې په بل چا باندې غرض
بل به هم نه کا په تا باندې غرض
که گدای د بل په غولي غرض نه کړي
سپی به نه کا په گدا باندې غرض
په ساحل کشتۍ د هېچا نه ډوبېږي
که څوک نه کا په دريا باندې غرض
خلوتيان په خپل خلوت کې فراغت دي
د رسوا دی په رسوا باندې غرض
دا دنيا په احمقانو ده ودانه
دانا نه کا په دنيا باندې غرض
زه رحمان د عشق په درد کې هسې خوښ يم
چې مې نشته په دوا باندې غرض