غزل که هر څيز په هر يو گام کې درته سپی دی Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که هر څيز په هر يو گام کې درته سپی دی خو د يار کوڅې ته رسي چې سړی دی 02 دېو د نفس به بغاوت ترېنه ونه کړې چې په خوی وي سلېمان زړه يې غمی دی 03 د زړه لارې شو کوي خو شک پرې نه شي ساده سترگې دي نظر يې غلچکی دی 04 دومره حسن دې شه زيات چې په تا بار شي تا زما دمينې غوښتی چې کمی دی 05 روغ هغه چې نفس يې غواړي هغه کاندي چې له نفسه مخالف وي لېونی دی 06 حوادث د زمانې خويونه بويه نامېړه چې سبا گورې مېړنی دی 07 زه حيران يم تسلسل دتغير ته اوسنی اشنا مې هغه پخوانی دی 08 چې هر شي ته نظر وکړمه حمزه وي چې حمزه ته نظر وکړمه هر شی دی Dictionary meaning × Headword