غزل که هر څيز په هر يو گام کې درته سپی دی امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 که هر څيز په هر يو گام کې درته سپی دی خو د يار کوڅې ته رسي چې سړی دی 02 دېو د نفس به بغاوت ترېنه ونه کړې چې په خوی وي سلېمان زړه يې غمی دی 03 د زړه لارې شو کوي خو شک پرې نه شي ساده سترگې دي نظر يې غلچکی دی 04 دومره حسن دې شه زيات چې په تا بار شي تا زما دمينې غوښتی چې کمی دی 05 روغ هغه چې نفس يې غواړي هغه کاندي چې له نفسه مخالف وي لېونی دی 06 حوادث د زمانې خويونه بويه نامېړه چې سبا گورې مېړنی دی 07 زه حيران يم تسلسل دتغير ته اوسنی اشنا مې هغه پخوانی دی 08 چې هر شي ته نظر وکړمه حمزه وي چې حمزه ته نظر وکړمه هر شی دی د قاموس مانا × اصلي کلمه