غزل که وبلبل د تصوف د گلستان خسرو Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که وبلبل د تصوف د گلستان خسرو دشاعرۍ هم وطوطي شېوا بيان خسرو 02 خود اندازه دشخصيت به يې اسانه نه وي چې و محبوب د الهي ته داسې گران خسرو 03 د زمانې د بوډۍ گونجې به يې ورک نه کړي تل به ې ښکاري په تندي کې درخشان خسرو 04 سحر جبينه خندا وکړه شاعرۍ او ادب کړو ددې فن دتاريکۍ څيرې گرېوان خسرو 05 لکه دشمعې څڅېدلو په خندا خندا و دماحول په تيرو باندې گريان خسرو 06 د چا د زلفو جمعيت و زړه راښکون ورکړی نه و نگهت غوندې بېواکه پرېشان خسرو 07 حمزه پيدا يې انقلاب کړو په دنيا د ادب زړه په درزا کړلو د هند او د ايران خسرو Dictionary meaning × Headword