غزل
که و درک د انسان گران چرته و
Hamza Shinwariکه و درک د انسان گران چرته و
او که و چرته نو اسان چرته و
هسې دې مخ وته پلو ونيوه
دلته د پاس کتلو توان چرته و
ډېر لېونتوب مې لېونتوب کړو په خود
چې په تکل دې چې گرېوان چرته و
سر يې غوښتو، زماهمت يې کتو
زړگيه لا يې امتحان چرته و
چې آيينې ته دهستۍ راغی
مخکې حيرت چرته، حيران چرته و
بس خو يو خدای دی چې خبر يې کړمه
زه په لټون وم چې انسان چرته و
که چرې زه نه وی زما به نه و
بې له زمانه دا امکان چرته و
د زلفو کور ته مې نظر تللی و
نور مې ونه ليد چې پرېشان چرته و
هغه محفل ته به ورنه شمه بيا
پکې هر څه وو، خو افغان چرته و
شېبرو اوښکو ته موسکی شو زما
گوره برېښنا چرته، باران چرته و
حمزه کېدی شي په ابهام کې ابهام
وې چې ورځمه خو روان چرته و