غزل که يو نظر وکړي په ما باندې بابا د بونېر Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که يو نظر وکړي په ما باندې بابا د بونېر محبوب د رب په رښتيا شاه با صفا د بونير 02 چې دبدبه يې په هر کور د خراسان پرته ده دی ترمذي سيد علي ښکلی فتی د بونير 03 زړه له گناه که مرغېژن وي په دو دو دې راځي ده مرده روح لره دوا آب و هوا د بونير 04 يا خو کوثر او يا تسنيم ددې مقام اوبه دي ډکه نگهت نه د جنت وي تل فضا د بونير 05 گېره کشتۍ که په گرداب کې دگناه وي دچا په يو نظر به يې بهر کړي ناخدا د بونير 06 حمزه هم دا يوه سودا به دې هوښيار کاندي چې بهر نه کړې د خپل سر ځنې سودا د بونير Dictionary meaning × Headword