غزل
که يې ونه بللم ياد يې کړمه
Hamza Shinwariکه يې ونه بللم ياد يې کړمه
که يې خفه کړمه هم ښاد يې کړمه
چې په شېرينه خوله خبرې کوي
څه يې قصور شو چې فرهاد يې کړمه
په زولنو زلفو يې وتړلم
اسو پرېشاني نشته ازاد يې کړمه
پښتو په مينه کې هم نه پرېږدمه
چې د پښتون بابا اولاد يې کړمه
چې زه حمزه دې هېرولم اشنا
هم دا تکل و چې در ياد يې کړمه