غزل
که يې ونه بللم ياد يې کړمه
امیر حمزه شینواریکه يې ونه بللم ياد يې کړمه
که يې خفه کړمه هم ښاد يې کړمه
چې په شېرينه خوله خبرې کوي
څه يې قصور شو چې فرهاد يې کړمه
په زولنو زلفو يې وتړلم
اسو پرېشاني نشته ازاد يې کړمه
پښتو په مينه کې هم نه پرېږدمه
چې د پښتون بابا اولاد يې کړمه
چې زه حمزه دې هېرولم اشنا
هم دا تکل و چې در ياد يې کړمه