غزل
کله چې له خپله ځانه تېر شي لارې جوړې شي
Hamza Shinwariکله چې له خپله ځانه تېر شي لارې جوړې شي
دوه مېن چې يو دبل په څېر شي لارې جوړې شي
ياد چې داسې ياد وي چې نور هېڅ ورته يادېږي نه
بيا چې هغه ياد هم ترې نه هېر شي لارې جوړې شي
لارې پيدا نه کړي که يې تنده دلټون وي څه
بس خو چې له ټولو لارو سېر شي لارې جوړې شي
گرانه ده خوږو ته د وصال چې ورسېږي څوک
هو که ماسوی ورته گنډېر شي لارې جوړې شي
لا خو حمزه کم دی چې په رو گودر پوهېږي نه
هو که چېرې غم له حد نه ډېر شي لارې جوړې شي