غزل کله مې وژنې کله ما له جام دجم راکوې Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 کله مې وژنې کله ما له جام دجم راکوې کله عسل د سرو لبانو کله سم راکوې 02 کله گدا مې د در در په بې نيازۍ کړې ياره کله مې کښېنوې په تخت لاس کې قلم راکوې 03 کله په بحر د وجود کې مې لاهو کړې وجود کله غوټې راله په سيند کې دعدم راکوې 04 کله عاري د بصارت او بصيرت نه کړې ما کله مراد د کرم رشک جام جم راکوې 05 کله خلت د ابراهيم راته عطا کړې په شوق کله اخلاص هم د آزر راته صنم راکوې 06 کله نظر غلط انداز هم په ما نه کړې چرې کله موسکی شې راته ډک لاس د کرم راکوې 07 کله يو دم لکه د خان کړې بې نوا حمزه کله په لاس د حکومتت راته علم راکوې Dictionary meaning × Headword