غزل
کله شو لا کله خريدار يم ستا د مخ
Rahman Babaکله شو لا کله خريدار يم ستا د مخ
تېر تر سر و ماله په بازار يم ستا د مخ
بې د ستا له مخه نور مې هېڅ په مخ کې نشته
هسې رنگ نتلی په ناتار يم ستا د مخ
هېڅ په سترگو نه وينم دا خپل صورت چې کوم دی
ډوب تر هسې حده په انوار يم ستا د مخ
دود آه و کاږم په بهانه د تماکو
سوی لوغړن مدام په ناز يم ستا د مخ
نور وگړي واړه همگي د دنيا کار کا
زه همېشه غرق په انتظار يم ستا د مخ
شکر چې يې خلاص کړمه د خلکو له منته
سر په سجده ايښی منت بار يم ستا د مخ
هره خوا چې درومم زه رحمان د زړه په سيل
بل مطلب مې نشته طلبگار يم ستا د مخ