غزل کميني يو نادر کار دی Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 کميني يو نادر کار دی چې کمال ځنې اظهار دی 02 چې اختيار يې کميني کړه په دانه کې پټ خروار دی 03 چرگ په دوه پيسې حلال شي باز په سل روپۍ مردار دی 04 فقيران د ځان ځواب کا! شاه د خلکو تاوان دار دی 05 چې اسمان شه سرگردان شه چې زمين شه برقرار دی 06 جهان واړه ځمکې وخوړ کميني عجب لوی کار دی 07 نښتر گوره سرکشي کا انگور گوره نگونسار دی 08 ذره ضعف شوه آفتاب شوه ابر څورب دی غبار دی 09 کوه بلند شه سيه سنگ شه لعل ووړ شه بزگوار دی 10 لوی اسمان توره تبۍ شه هلک نمر څړه انوار دی 11 ووړ سړی گوره رحمانه! چې لوی فيل يې بار بردار دی Dictionary meaning × Headword