غزل

کاڼي بوټي دي ديار د مُحمدﷺ

Khatir Afridi

کاڼي بوټي دي ديار د مُحمدﷺ

ما منلي په ديدار د مُحمدﷺ

ګړنګونه به يې لارې شي په مخ کښې

که چا ونيوله لار د مُحمدﷺ

د دُنیا واړه ګلونه به يې هېر شي

که چا وليده ګلزار د مُحمدﷺ

چې د دې دنيا ژړا او خندا نه وی

زه وی شمع په مزار د مُحمدﷺ

ديادونو يې وصال ګڼه خاطره

چې قرار وي بې قرار د مُحمدﷺ