غزل
ښه ده ښه ده دا دنيا
Rahman Babaښه ده ښه ده دا دنيا
چې تو ښه ده د عقبا
مذمت د دنيا مه کړه
واوره پند کړه دا وينا
د دنيا په بازار کېږي
د هغه جهان سودا
په دنيا کې ډېر حکمت دی
ورشه وپوښته حکما
که تر سر يې صدقه کړې
رفع دفع کا بلا
که غليم لره يې ور کړې
غليم دوست کا په هوا
که په اور باندې يې کېږدې
بوی د عودو کا پيدا
که يې تويه په صحرا کړې
ښايسته کاندي صحرا
که يې نذر کړې و پېر ته
خوشال درومي په خندا
څو ژوندی وي په جهان کې
يادوي دې په دعا
د حاتم په څېر دې ستايي
خطاب درکا د سخا
سخي هر يو دخدای دوست دی
ولو کان فاسقا
هر بخيل د خدای دښمن دی
ولو کان زاهدا
دنيا کښت د آخرت دی
دا خبره ده رښتيا
د دنيا طالبان ډېر دي
که يې مومي څوک له چا
ولې مرد په کې هغه دی
چې سخي وي هم پارسا
په دنيا کې بدي نشته
که بدي نه وي له تا
په دنيا کې خطا نشته
که له تا نه وي خطا
دنيا بحر دی بهېږي
آيينې غوندې صفا
خپل خپل مخ په کې ليده شي
که څوک زشت وي که زېبا
هم خطر په کې د سر شته
هم گوهر دی بې بها
وفادار لره وفا شوه
جفا کار لره جفا
له يوه مخه يې درد وي
له بل مخه يې دوا
چرته خوند کاندي د زهرو
چرته خوند کا د حلوا
کار همه واړه موقوف دی
د سړي په مدعا
سالکان دې نندارچي شي
د خپل ځان په تماشا
هر چې کا هغه به مومي
دنيا ځای دی د جزا
لکه دی هسې به پاڅي
که نادان وي که دانا
که دانا يې وپوهېږه
په روا په ناروا
فتوی ونيسه په مخ کې
پسې مټ کړه په تقوی
دنيا نه ده هغه دين دی
چې له نهې وي سوا
و طاعت وته ولاړ وي
همېشه تړلې ملا
له حرامو يې پرهېز وي
بيا يې شپول وي پنج بنا
کلمه يې وي قبوله
هم په جهر هم خفا
د دنيا د کار د پاره
فرض نمونځ نه کاندي قضا
هم صايم د رمضان وي
هم زکات کاندي ادا
که يې توان د حج رسېږي
حج هم وکا پسې بيا
دا پينځه بنا د دين دي
چې بيان يې وکړو ما
چې يې يون په دا طريق وي
هغه کس دی اوليا
که يې مال د دنيا ډېر وي
هېڅ دې نه کاندي پروا
دنيا بده د هغو ده
چې يې کسب وي ريا
يا يې کسب د ريا وي
يا يې وگټي په غلا
يا يې ټوله کا په ظلم
يا د خمرو په سودا
يا يې ورکا په شرابو
يا يې ورکا په زنا
يا ناحق خونونه کاندي
يا مالونه خوري د چا
عبادت کا په ځان فرض
د بادشاه د اُمرا
حق باطل کا، باطل حق کا
په سبب د رو ريا
نه يې وېره وي له خدايه
نه يې شرم نه حيا
د يوې گېډې د پاره
هزار خونې کا بيديا
همېشه يې له ستمه
خلقه وي په غوغا
گوش و هوش يې هر گزنه وي
د مظلومو په ژړا
د فرعون په څېر ناست وي
بې پروا او کبريا
بُت خانې وته يې مخ وي
و مسجد وته يې شا
اختلاط کا له بدانو
له نېکانو وي جدا
هېڅ يې نه وي په خاطر کې
تولا و تبرا
و رحمان ته پېښه مه کړې
خدايه! هسې رنگ بلا