غزل
ښه ده منم چې موږ ته څه ښکاري
Hamza Shinwariښه ده منم چې موږ ته څه ښکاري
هغه هم ومنه چې نه ښکاري
بيا هغو نورو ته خو بد مه وايه
ستا په نظر کې څه ښه ښکاري
پام چې فريب د تمنا ونه خورې
سراب خو تږي ته اوبه ښکاري
راتله ايجاد گڼه د ژوند د ارمان
گنې که ځير شې همه تله ښکاری
چې چرته تگ چرته راتگ وښيي
دا نښانې د چا دپله ښکاري
چې بيداري شي تر حده تېره د چا
هغه پوهانو تاوده ښکاري
مونږ چې ليمه د يو او بل شو حمزه
اوس زه هغه او هغه زه ښکاري