نظم
خالي تخت
Darwish Durraniشپې د امن وې تازه د دې دنيا وه
ټوله ورځ به د خپل کور په کار لګيا وه
ماځيګر چي به تر غرونو لمر نهام سو
په تياره کي به يې پټ غولى او بام سو
کړه به دې پکي خاورينه ډېوه بله
په رڼا به سوه تياره د کور بدله
ورسره به يې د زړه حال هم بدل سو
يو څراغ د انتظار به پکي بل سو
د زړه خونه به يې ډکه په رڼا سوه
ناقراره به په دغه رڼا دا سوه
د چا لاري ته به ټول نظر نظر سوه
په وتو ننوتو به داسي سر سوه
لکه تخت چي تيار سوى په ښه شان وي
پرې باچا و کښېناستو ته را روان وي
دا باچا به نو ددې غريب مېړه و
د دې زړه و ، نور جهان ته که هر څه و
ساعت پس به هغه هم راغى له کاره
مخ سپېره او جامې ډکي له غباره
خو په جېب کي به يې پروت د سبا خرڅ و
په مېړانه به ګټلى ده دا خرڅ و
څه وخت پس بيا چي وطن و بلل ننګ ته
ننګياليو کړله مخ هغه جنګ ته
چي ترې بېرته بيا د دې سړى را نغى
ماځېګر بيا هم راته خو دى رانغى
اوس به هم له دې تر غرونو لمر نهام سو
په تياره کي به يې پټ غولى او بام سو
ورسره به يې د زړه غولى رنګين سو
داسي ګل د انتظار به پکي شين سو
چي بېتابه به يې دا ژر په اثر سوه
په وتو ننوتو به داسي سر سوه
دا باچا به نو د دې يکي يو زوى و
چي ځوانۍ ته رسېدلى و اوس لوى و
بيا چي دې جنګ ډوب کړل ټول په غم کي
د دې يکي يو زوى هم والوت په بم کي
بېرته کور ته دا ځلمى دا نغى
ماځېګر بيا هم راته خو دى رانغى
ورسره به يې په زړه کي پيدا سوَى سو
پکي ښخ د انتظار به يو اغزى سو
سوه په درد به يې دا رنګ دا ناقراره
چي وته ننوته به داسي خواره
لکه تخت چي وي خالي او باچا نه وي
تاج وي پروت مګر دا تاج د هيچا نه وي
دا وي سخته پرېشانه ، سرګردانه
دې خبري وته پاته وي حېرانه
چي پوره کړي خپل مطلب له کومه ځايه
مرسته وغواړي له خلکو ، که له خدايه
باچهي وګوري څنګه له زواله
د واک واګي يې په لاس ورکاندي چاله