غزل

خانه دا زړه مې په تا روښانه، دهند سلطانه غريب نوازه

Hamza Shinwari

خانه دا زړه مې په تا روښانه، دهند سلطانه غريب نوازه

ای بې نقابه ماه تابانه، د هند سلطانه غريب نوازه

که خلکو وران کړم زه له کتابه دحافظې يو لکه غلط حرف

تا پاتې نه کړم له خپل فيضانه د هند سلطانه غريب نوازه

د غم له سينده مې راوباسه ما په چپو کړه چپه د پاسه

بې کوره مه کړې ما له طوفانه! دهند سلطان غريب نوازه

په دُر د مينې دې مشرف يم، زه که هر څو يو گنده صدف يم

چې بهره مند يم ستا له نيسانه، د هند سلطانه غريب نوازه

ښکاري د غم که بې بال و پر کړم، ته مې شې سترگې چې پرې نظر کړم

بلبلان نه ځي له گلستانه د هدف سلطانه غريب نوازه

حمزه که بلبل شو گل ته ژاړي، اثر پرې کړي چې هر څه غواړي

له خنده رويه د بېنوا نه، د هند سلطانه غريب نوازه