غزل خانه دا زړه مې په تا روښانه، دهند سلطانه غريب نوازه امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 خانه دا زړه مې په تا روښانه، دهند سلطانه غريب نوازه ای بې نقابه ماه تابانه، د هند سلطانه غريب نوازه 02 که خلکو وران کړم زه له کتابه دحافظې يو لکه غلط حرف تا پاتې نه کړم له خپل فيضانه د هند سلطانه غريب نوازه 03 د غم له سينده مې راوباسه ما په چپو کړه چپه د پاسه بې کوره مه کړې ما له طوفانه! دهند سلطان غريب نوازه 04 په دُر د مينې دې مشرف يم، زه که هر څو يو گنده صدف يم چې بهره مند يم ستا له نيسانه، د هند سلطانه غريب نوازه 05 ښکاري د غم که بې بال و پر کړم، ته مې شې سترگې چې پرې نظر کړم بلبلان نه ځي له گلستانه د هدف سلطانه غريب نوازه 06 حمزه که بلبل شو گل ته ژاړي، اثر پرې کړي چې هر څه غواړي له خنده رويه د بېنوا نه، د هند سلطانه غريب نوازه د قاموس مانا × اصلي کلمه