نظم

خبرېدل دشاهد د جنۍ له وتلو او رخصت دده له عزيزه د فقير د تللو او تلل د شاهد په هغې جنۍ پسې او شا کول د عزيز افکارته

Abdul Hamid Momand

چې سبا صبحې نا ترسې هلک خويې

په پرهر د هغه قوم کړې مالگې تويې

نه يې تاب ددې خبرې پټ ساهه شو

نه يې چا وته له شرمه دم واهه شو

دا صلاح يې سره وکړه په خلوت کې

چې رخصت کړو دا بوډۍ په دا ساعت کې

مبادا که له دې حال، خبره دا شي

په عالم به يې له خولې شهرت پيدا شي

چې له شونډو جلوه گر حرف د رخصت شو

وبوډۍ ته ميسر د تلو فرصت شو

اور لگاندې چې اور ولگاوه لاړه

هغې جنې لره راغله لکه غاړه

له هغه ځايه يې بوتله بل مسکن ته

له غه پسه يې خبر وکړ مَين ته

چې مې راوسته راځه فلاني مقام ته

دناکام له شرمه کوچ کړه دل آرام ته

چې تر غوږه دشاهده هو ندا شوه

د اميد بړوسه غونچه يې په خندا شوه

د نفاق له ملکه راغی خپل عاشق ته

د لباس په خندا شين هغه صادق ته

له اوله يې مُهره د مهرور کړه

دوباره يې پرې بازي د مطلب سرکړه

د خندا په آب يې گرد کړ دمخ لرې

په بوسه يې تر حلق ښکته کړې شکرې

له غه پسه يې دا رنگ په دوه گوهرو

معلوم کړه ورته زرگر دمراد په زور

چې راغلی له وطنه يو فقير دی

له دې ځايه لرې دوه کروهه ځای گير دی

نهايت په دم قدم با برکت دی

بې فايده يې نه سکون ، نه حرکت دی

چې صيقل د توجه ورباندې کېږدي

د زړه زنگ يې آيينه، صفايي پرېږدي

هر نفس و هر نگاه له صفا زړي

د نسيم په څېر غونچې د اميد سپړي

بل يې حق د آشنايۍ لرم په غاړه

تل به نه وي څوک ژوندی په دا ويجاړه

په آرزو يې د ليدو يم صم بکم

په دا باب که عنايت شي راته حکم

زه به ورشم په زيارت د هغه صاف

د بشر له شره پاک فلک اوصاف

لاس و پښې به يې کړم ښکل په ارادت

ترې به وغواړم دعا د سعادت

د نظر په شان به بېرته زر په زر

جلوه گر شم ستا د سترگو په منظر

يو دوه کسه خدمتگار له خدمتگارو

راسره کړه په خدمت بوميا دلارو

لا علاج هغه عزيز دغم لايق

له ناکامه دخود کام معشوق عاشق

په هر حال کې رضا جوی د خپل دلبر

د فلک له دروه و در به ناخبر

په راستۍ دتلو رخصت و کج باز ورکړ

ساده زړه ته يې دصبر آواز ورکړ

چې محشر د وداع خور صفا صفاشو

ترې روان هغه شوخ چشم بې وفا شو

دگړۍ په وعده لاړ شو تر قيامته

هی توبه شه له دې هسې علامته

ددې دور له يارانو توبه توبه

له لړمو له مارانو توبه توبه

پرې دخولې په اخلاص مه غولېږه دروهي دي

په معنی کې تر سبزۍ لاندې کوهي دي

د لباس په خوله خود رايه خود آرای دي

پناه وشه جو فروش گندم نمای دي

په ظاهر لکه نبات هسې خواږه دي

په باطن زهر گنډېر ترخه کاږه دي

په مطلب لکه پېروتې در ځارېږي

بې مطلبه نر ناحقه وېزارېږي

مخامخ دې پلار او ورور په نفاق بولي

په باطن دې په شکوه عيبونه تولي

په تنگسه کې دې تمام څټي په ژبه

په راحت کې دې آشنا نه وي صاحبه

ته په مينه سره زړه ورکړې دې سږی

دی د ستا له مِهره موړ گرځي، ته وږی

که مې وواهه هر څو ورباندې شخوند

يارانې دهغه يار رانه کړ خوند

په ميزان د سود و زيان واړه ځای ځای

راښکاره شو جو فروش گندم نمای

غرض دا چې په بازار د آشنايۍ

مونده نه شي له راستيه روښنايۍ

په تياره کې د نفاق چپ و راستا

ته زما د کنډر غلا کوه، زه ستا

دا وينا ده لکه نمر هسې معلومه

چې هر چا کړه آشنايې د فرېب لومه

پکې نښتي د هوا زيرک مرغونه

غني خدای دې نه کا بد د چا مرغونه

بې له دې چې آشنايي نه کړې حميده!

په بل شان دې خلاصی نشته له دې بريده!

که عزيز و شاهد زړه ورکړی نه وی

په دا هومره درد و دوک به نه وی سوی

چې خود کام آشنا په مرسته د خپل کام لاړ

له عزيزه نا آشنا په اوږده گام لاړ

بې وفا د وفا نامي تر اتاق شو

له نفاقه سره جفت له راستۍ طاق شو

چې يې ولگېدې سترگې په نگار خپل

ست و پت يې فراموش کړ د افگار خپل

هغې بد د قبيلې نام و نشان کړ

ده گنده د آشنايۍ پاکيزه شان کړ

نور به څه وايم چې لاړ په کومه خوا

دواړو ځان په بې آبۍ کړ رسوا

راشه ای په غم شريکه ساقي، يار لاړ

نه پوهېږم چې له ما په څه غبار لاړ

هسې توند مستانه می راکړه په غاړه

چې مې ووځي يار اغيار له فکره دواړه