غزل خدايه! څه شه هغه ښکلی ښکلی خلق Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خدايه! څه شه هغه ښکلی ښکلی خلق په ظاهر په باطن سپين سپېځلی خلق 02 هېڅ خندا مې له دې خلقه سره نه شي ژړوي مې هغه تللی تللی خلق 03 خبر نه يم چې و کومه خوا ته لاړ شه ليده نه شي هغه ما ليدلی خلق 04 لکه ځگ چې د اوبو په مخکې درومي هسې درومي په جهان راغلی خلق 05 درېغه يو ځله خو بيا په جهان راغی له جهانه په ارمان وتلی خلق 06 هزار حيف دی چې په خاورو کې لاړه شي په چوو او په چندڼ لړلی خلق 07 رحمان هسې گوښه خوند له خلقه بياموند چې هر گز نه دی دا خوند موندلی خلق Dictionary meaning × Headword