غزل

خدای زده نن ړوند او که بينا شومه زه

Hamza Shinwari

خدای زده نن ړوند او که بينا شومه زه

چې د عالم په تماشا شومه زه

غمه په تېره دې ارمان کومه

د خوشحالۍ سره اشنا شومه زه

تا د ژړا چې مې تپوس وکړو

له ډېره سوخته په خندا شومه زه

ته چې نفرت کوې زما نه په څه

وايه په تا ولې شيدا شومه زه

خلکو به وې خو زه مېن نه ومه

څنگه دروغ وو چې رښتيا شومه زه

دومره طاقت و د پرواز څه پکار

عشقه اوس څه شوې چې عنقا شومه زه

شوم زه حمزه چې ستا دسترگو قتيل

پوی په انداز د مسيحا شومه زه