غزل
ښکليه چې ما څومره خطا وکړه
Hamza Shinwariښکليه چې ما څومره خطا وکړه
هومره عطا دې هم په ما وکړه
د تبسم نه دې قربان شم اشنا
د زړه داغونو مې رڼا وکړه
ته چې پوهېږې چې په زړه دي زما
ولې به وايمه چې دا وکړه
اشنا ته يو يې خو د تا ننداره
ستا هر مېن جدا جدا وکړه
زه منفعل يمه ناپوهه ومه
دا چې وعده مې د وفا وکړه
تياره د زړه مې يووړه زلفو د تا
سترگو دې لا پسې بلا وکړه
نشته سبا يې همه نن دی حمزه
څو که وعده يې د سبا وکړه