غزل ښکليه چې ما څومره خطا وکړه امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ښکليه چې ما څومره خطا وکړه هومره عطا دې هم په ما وکړه 02 د تبسم نه دې قربان شم اشنا د زړه داغونو مې رڼا وکړه 03 ته چې پوهېږې چې په زړه دي زما ولې به وايمه چې دا وکړه 04 اشنا ته يو يې خو د تا ننداره ستا هر مېن جدا جدا وکړه 05 زه منفعل يمه ناپوهه ومه دا چې وعده مې د وفا وکړه 06 تياره د زړه مې يووړه زلفو د تا سترگو دې لا پسې بلا وکړه 07 نشته سبا يې همه نن دی حمزه څو که وعده يې د سبا وکړه د قاموس مانا × اصلي کلمه