غزل ښکليه دا خلک چې ما نه پېژني Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ښکليه دا خلک چې ما نه پېژني هغه خو ځکه، چې تا نه پېژني 02 کله بېگا کله سبا کړي اشنا جوړې بېگا او سبا نه پېژني 03 ستا تبسم به په مَېن څه وکا هغه د تندر ځلا نه پېژني 04 گوره چې ځان يې څه ناجاڼه کړلو لکه له سره چې ما نه پېژني 05 خوی يې چې ستا دزلفو وپېژندو هغه بيا نورې بلا نه پېژني 06 نوي مَېن ته څه ويلی نه شم اوس خو گرم نه دی چې تا نه پېژني 07 چې پښتنو سترگو ته ځير گوري خو پښتانه دي قضا نه پېژني 08 په زړو سترگو ورته گوره اشنا زړه مې ستا نوې ادا نه پېژني 09 مينې حمزه او اشنا يوکړل هسې څوک يې وبله جدا نه پېژني Dictionary meaning × Headword