غزل ښکليه دا خلک چې ما نه پېژني امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ښکليه دا خلک چې ما نه پېژني هغه خو ځکه، چې تا نه پېژني 02 کله بېگا کله سبا کړي اشنا جوړې بېگا او سبا نه پېژني 03 ستا تبسم به په مَېن څه وکا هغه د تندر ځلا نه پېژني 04 گوره چې ځان يې څه ناجاڼه کړلو لکه له سره چې ما نه پېژني 05 خوی يې چې ستا دزلفو وپېژندو هغه بيا نورې بلا نه پېژني 06 نوي مَېن ته څه ويلی نه شم اوس خو گرم نه دی چې تا نه پېژني 07 چې پښتنو سترگو ته ځير گوري خو پښتانه دي قضا نه پېژني 08 په زړو سترگو ورته گوره اشنا زړه مې ستا نوې ادا نه پېژني 09 مينې حمزه او اشنا يوکړل هسې څوک يې وبله جدا نه پېژني د قاموس مانا × اصلي کلمه