غزل
ښکلي مخ ته دې د موم په شان اوبه يم
Khatir Afridiښکلي مخ ته دې د موم په شان اوبه يم
لکه کاڼی هسې کلک ورته په زړه يم
چې په کومه لاره لاړ شې زه يې مل شم
لکه ګرد دې هسې خور په هر، يو پله يم
زه په کومو سترګو ځان ته بيمار وايم
چې دا ستا نوم اخيستی شمه نو ښه يم
ستا ليدل لکه د خوب ليدل وو ياره
په دې خوب پسې لا هغسې اوده يم
لږ د ځان سره په زړه کې فکر وکړه
زه خاطر دې چرې يو ځلې په زړه يم