نظم
خلاصېدل د شاهد د عزيز په کوښښ له قيده ، سر ه د نورو اسيرانو
Abdul Hamid Momandهغه صيد تير خورده يعنې عزيز
سر تر پايه څيرې زړه د غم په خريز
بنديوان د عاشقۍ په کمند
په مِجمَر د ښکلي مخ سوی سپند
يار ديار د انتظار دشواخون
تر بېگاه يې وڅکاوه په ځيگرخون
کله کښېنه کله پاڅه مضطرب
زړه بېتابه دهجران له تاب و تب
چې يې وشلېده د يار د راتلو طمع
په بالين يې بله نه شوه د شام شمع
لا علاج د آه فرياد سروې په سر
شو دا رنگ لکه قمري په نارو سر
ربه څه شو چرته لاړ زما نگار
بيا دې خير وي په باب زما ديار
څه بلا لره مې يار وکړ تا خير نن
څه آفت لره فلک شو راته خير نن
هېڅ مې نه زده نه پوهېږم څه سبب دی
چې نيولی يې زما د يار جلب دی
دامنگير د يار ناکام که کامراني ده
چې باعث زما په هومره پرېشاني ده
په فلک د يار د زړه راغی کوم ابر
چې باران زما د اوښو نه کا صبر
زه له خپلې بدبختۍ هسې پوهېږم
چې به ډېر په دا لږ هجر وکهېږم
دا بڅری به مې اور په خونه بل کا
دا يو سپور به په فوجونو ما غوبل کا
نهايت چې يې ديار د وصل ځلې
بل کړ اور د غير فکر په خځلې
تبرا د عقل هوش له چون چرا شو
هغه دم لکه مجنون سر په صحرا شو
هسې شان له ښهره وووت په کينې
لکه آه د آهو منو له سينې
خاصه فوج ور سره تيار مرگی
دم قدم لازم ملزوم اور ولوگی
په يو هسې صحرا وخوت پر وبال ته
چې يې روح د مجنون راغی استقبال ته
لاله زار يې سور په وينو د نخچير و
ځای په ځای پکې روغ څلی د کجير و
نيستان يې و د غشو له دورمو
ووېستلی نېزه بازو له برمو
سبزه زار يې لکه دام کمند کمند و
بې صياده پکې صيد نښتی په بند و
له اغزو يې څڅېدې د ظلم وينې
لکه اوښې دعاشق په بڼو سپينې
خنډ و خار يې کړه شوخي په هسې شان
لکه گوري د خوبانو کج مژگان
لټول يې لټ په لټ په تاسف
بيابانونه په طلب د ورک يوسف
صبحدم ورباندې پېښ شوويو څو کسه
چې خلاص شوی وو دظلم له قفسه
خوار وزار خسته په آه و په افغان
فريادي له تاخت و باخته د افغان
بې خبر يې وکړ تاخت په ډمامه
نر وښځې يې په بند بوتلې همه
بې له مونږه چې ترې خلاص د پښو په دو شو
نور همه واړه په بند د دوی گروشو
لا يو ښکلی گل اندام چې شاهد نام و
برايۍ زمونږ په کلي کې مقام و
هغه هم لکه دسته دتازه گلو
بوت تړلی هغه قوم په وهلو
چې يې لگېده په غوږو دا نغمه
د عزيز په زړه مالي کېښو وه تغمه
له غيرته نيم بسمل بې هوشه پرېووت
عقل هوش يې دجنون په پنجه کښېووت
چې يې نه مونده هېچر ته ماسوا
بې له مرگه ددې رنځ دارو دوا
چې يې پورته بې تابۍ له خاور سر کړ
دا خطاب يې په يارانو جلوه گر کړ
چې اختر مو مبارک د سربازي شه
شهادت مو وسيله سرفرازي شه
دا څه عمر څه ژوندون دی بې حرمته
دا کوم شرم دی کوم درم بې همته
چې شاهد په بند بندي مونږ ه آزاد يو
دی په دا غم واندوه کې مونږه ښاد يو
هر نفس د زندگۍ شرمندگي ده
له بې آبه ژونده مرگ خور سندگي ده
ښه يو مړه په خپلو وينو کې لت پت
نه ژوندي تر هغه يار پورې بې پت
دا يې ووې نور يې الله اکبر کړ
هغه دم يې په غليم مخ برابر کړ
دوه رخه هنگامه گرمه د غوغا شوه
گويا پېښه د قيامت شور وغوغا شوه
له دې لوريه ښه ځوانان په جنگ مَين
يوتر بله جنگ ته وړاندې معين
نهايت د جنگ په وخت نا مهربان
له غيرته په خپل ځان باندې غضبان
سر تر پښو پورې په اوسپنو کې نغښتی
له کسې په خپلو وينې کې ورغښتی
له بارانه شه دتورو تفنگ
د سرو وينو رود روان په يوه درنگ
هسې زور وکړ آفت په هغه وخت
چې گوښه کړ سلامت ځنې خپل رخت
رحم پاڅاوه له زړونو بې رحمۍ
مونده نه شو بوی بنياد د بې غمۍ
هسې صافه تېر باران د جنگ هوا کړه
چې يې ځای په ځای غونچه د زخم وا کړه
د ښيښې په څېر بې سرو گردنونو
اچولې يې در پی وينې په منونو
گاه به مخ د مړنو جلوه د گل کړه
وروستو زخم د نامردو نامعقول کړه
نه له هغه لوريه عجز وتامل
نه له دې لوريه زړه سوی او تحمل
په دا شان يوه گړۍ يا دوه گړۍ
سره ونښته د جنگ دکاراړۍ
چې کوتاه معامله د جنگ اوږده شوه
بخت کړ ځان ځنې گوښه طالع اوده شوه
د شاهد په تېغ شهيد راغی په جنگ
له کينې سره سور شين لکه پلنگ
چې نېزه کړ ه نېزه باز تر سر چاپېره
چورلېده شور د قيامت ځنې گېر پېره
د غليم د ډېرو وينو په درياب
لک سرونه گرځېده لکه حباب
زدوگير يې په دښنو هسې قيامت کړ
چې يې مرگ ورته بهتر تر سلامت کړ
څه چې مل ورسره نصر من الله شو
د عزيز د راز منزل گوره کوتاه شو
په غليم شوه ماتې گډه ناگومانه
ځنې نه خوت بل اواز بې الامانه
د نېزو په ځای يې گوتې دزنهار
آخر ونيوې په عجز انکسار
چې يې نه ليده قابو د دست مردۍ
پای مردي يې کړه اختيار له نامردۍ
ژوندي وتښتېده لاړ سره په ماتې
مړه فی النار والسقر شوهلته پاتې
چې دا فتحه د عزيز په بخت نصيب شوه
د ښادۍ پېچه هېره د رقيب شوه
راغی ښهر ته پخپله د احسان
له زندانه د شاهد خبر پرسان
چا ور وښودله لار د ورک يوسف
مشرف شو په ديدار د ورک يوسف
د زندان له حاله څه وايم څه رنگ و
په تنگۍ د مېږي تر سترگو تنگ و
لکه بخت د بدبختانو تاريک تور و
له هغه بلاو ډک د عاصي گور و
د ظالم د زړه په شان تور اندرون و
د مظلوم د حال په څېر خراب بېرون و
په دا هسې تنگ تاريک ځای کې اسير
د شاهد غوندې گلرخ بندي امير
هغه نجل چې د شاهد ماه منير وه
له شاهد سره اسيره هم ځنځير وه
په يوه مزي پېيلي دوه گوهره
يو له بله کړه پوښتنه هره هره
يو وبل وته کاوه ارشاد دمينې
دوه رحه محکماوه بنياد د مينې
يو دبل د عشق په ميو دېوانه
يو دبل د مخ په شمع پروانه
نور به تل د دو مغزه بادام په شان
اوس مونږ په يوه پوست کې زړه نشان
دواړو يو ځبله د بل په تسلۍ
په دا رنگ قول و قسم وکړ په خولۍ
که مونږ خدای له دې زندانه کاندي خلاص
تر قيامته به شړو بند د اخلاص
وبه نه وځو له خپل دېسه بلې خواته
خلاص له وياره د اغيار مقصود وخواته
په دا عهد سره شوو دواړه راضي
نه پروا د محتسب نه دقاضي
دم په دم به ورکاوه شاهد رعنا
هغې جنې لره ډاډ په دا وينا
چې به اوس راشي عزيز لکه لمبه
بل زمونږ دجور ظلم په پومبه
هغه دم چې له دې حاله شي خبر
په دا يخ به جلوه گر شي لکه نمر
دم قدم يې مستقيم دخدای په ياد و
له زندانه يې د غم زړه آزاد و
دوی په دا گفتگوی کې وو لا گرم
چې عاشق په دروازه راغی په درم
په تلوار يې قفل لرې د ځنځير کړ
همت ناک د زړه خواهش په سترگو ځير کړ
له زندانه يې بېرون کړه دواړه ښکلي
عاشقان شوو سرفراز ، رقيبان غلي
چې شاهد ماه کنعان له بنده وووت
ښاپېری د دېوو د دله گنده وووت
آفتابي حسن يې طور د مهتاب کړ
لا يې زيات نرمې ليندې دغشي تاب کړ
که تاله يې له شوخۍ په گرمۍ وړی
اوس يې زړه له سنگدلان په نرمۍ وړی
شکسته رنگ د آهنگ د گلعذار و
زرغونه يې نسترن په لاله زار و
ارغوانو يې جلوه زعفراني کړه
آيينه يې د جهان په حيراني کړه
ډېرو وږو يې د تن په سمن زار کې
غوړولی ارغوان و په رخسار کې
چې شاهد شو دعزيز په نظاره
دکاغذ زر افشان په شان ښکاره
سفيدۍ يې راووړ وهم دسياهي
صفا سېب اخستی گرد لکه بهي
سروپای يې منور په شست وشوی کړ
تمام تن يې د نافې په دود خوشبوی کړ
وای غوست لوی سر و پای په شان دگل
ملابسته په قتلول شو د بلبل
دعزيز چې تللی عقل راغی سر ته
ملتمس په دا گفته شوو دلبر ته
دا چې تاسره په څنگ کې هم زانو وه
څوک وه؟ خور و لور دچا؟ کومه بانو وه؟
دا د کوم باغ وچمن سروې مېوه وه؟
دا دکوم فلک ملک مياشت او ډيوه وه؟
ده وې دا ده چې زما د درد دوا وه
دا فتنه ده چې پرته زما په خوا وه
دا لمبه ده چې يې کور دی زما سوی
دا جذبه ده چې پرې زه يم مجذوب شوی
دا کاکل دی چې يې زه يم بندي کړی
دا رخسار دی چې يې هوش دی له ما وړی
دا لبان دي، دا مژگان دي، دا چشمان دي
چې بې شکه زما درد زما درمان دي
چې يې ماته رسولی دا آسيب دی
نور څه نه دی بوی ددې زنې د سېب دی
چې دوڅار زما په سر هومره هاهو دی
نور څه نه دی په طلب ددې آهو دی
نه خپل واک راپاتې شوی نه ادراک دی
زما زړه تړلی صيد د فتراک دی
چې په ما يې قايم کړی دا قيامت دی
ياره دا فتنه انگېز قد وقامت دی
دوی په دا گفت و شنود کې وو له راز
چې جدا ځنې په دور شو شاهد باز
ونغري ته د خپل کور په دو په ځغاستې
هغه جنې ونيو مخ په شان د مياشتې
چې هر چا ده آشنايې نيولې خېښه
عاقبت به جدايې شي ورته پېښه