غزل خود غوبل به تل د مکر کړي چې گوی دی Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خود غوبل به تل د مکر کړي چې گوی دی د رقيب نه څه گيله چې خربيشوی دی 02 د ارمان غوږونه ودرېده لک څک شول تصور د ښکلي يار راځي اروی (ښکالو) دی 03 دا مخاسته (نقش د قدم) راته ښايي غلط نه يم د رقيب په پل يې پل ايښی دی پوی دی 04 ته وړې وړې کوه د ناز خبرې زه په نياز يم روږدی شوی زړه مې لوی دی 05 د دنيا په غم کې خدای در نه هېر نه شي هېڅ يې شاته بنياد نشته لکه توی دی 06 تا چې پلار ازار اوه (ازاروه) په زلميتوب کې اوس گيله ولې کوې چې بد مې زوی دی 07 حمزه غم د سروې قد دې چې اشنا شو وچ دې نه شي چې زما د سترگو جوی دی Dictionary meaning × Headword