غزل
خود غوبل به تل د مکر کړي چې گوی دی
امیر حمزه شینواریخود غوبل به تل د مکر کړي چې گوی دی
د رقيب نه څه گيله چې خربيشوی دی
د ارمان غوږونه ودرېده لک څک شول
تصور د ښکلي يار راځي اروی (ښکالو) دی
دا مخاسته (نقش د قدم) راته ښايي غلط نه يم
د رقيب په پل يې پل ايښی دی پوی دی
ته وړې وړې کوه د ناز خبرې
زه په نياز يم روږدی شوی زړه مې لوی دی
د دنيا په غم کې خدای در نه هېر نه شي
هېڅ يې شاته بنياد نشته لکه توی دی
تا چې پلار ازار اوه (ازاروه) په زلميتوب کې
اوس گيله ولې کوې چې بد مې زوی دی
حمزه غم د سروې قد دې چې اشنا شو
وچ دې نه شي چې زما د سترگو جوی دی