غزل خير وي زړه ويشتو ورته غفلت د تماشا په لمن Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خير وي زړه ويشتو ورته غفلت د تماشا په لمن پام کوه حلقې د لومو ويړوي د دنيا په لمن 02 ای غلطې پرخې ژړا بويه د لاله په ځيگر داغ د زړه چاودون راته ښکارېږي د خندا په لمن 03 نمونځ دې روا څنگه کړلو ښکليه د عاشق په خونه ما خو گڼل داسې چې به نمونځ وي روا ستا په لمن 04 پوهه مې په سترگو شه معنی لره معنی څه پکار غاړې د اجزاوو به څوک وکړي د معنی په لمن 05 تا کړو تغافل خو چې تا سترگې له ما واړولې پنجې د افشا دې شولې گونجې د اخفا په لمن 06 سترگو خمارو لره دا اوښکې نمک چرته پکار اور خو وي بهتر چې په لمبو وي د صهبا په لمن 07 گوره کنه نن مې چې اشنا کړې د حمزه نه گيله ښکاري د گنډون به دې ځای پاتې د رسوا په لمن Dictionary meaning × Headword