غزل خير وي زړه ويشتو ورته غفلت د تماشا په لمن امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 خير وي زړه ويشتو ورته غفلت د تماشا په لمن پام کوه حلقې د لومو ويړوي د دنيا په لمن 02 ای غلطې پرخې ژړا بويه د لاله په ځيگر داغ د زړه چاودون راته ښکارېږي د خندا په لمن 03 نمونځ دې روا څنگه کړلو ښکليه د عاشق په خونه ما خو گڼل داسې چې به نمونځ وي روا ستا په لمن 04 پوهه مې په سترگو شه معنی لره معنی څه پکار غاړې د اجزاوو به څوک وکړي د معنی په لمن 05 تا کړو تغافل خو چې تا سترگې له ما واړولې پنجې د افشا دې شولې گونجې د اخفا په لمن 06 سترگو خمارو لره دا اوښکې نمک چرته پکار اور خو وي بهتر چې په لمبو وي د صهبا په لمن 07 گوره کنه نن مې چې اشنا کړې د حمزه نه گيله ښکاري د گنډون به دې ځای پاتې د رسوا په لمن د قاموس مانا × اصلي کلمه