شعر

کوکې

Darwish Durrani

کُوکې

نه خاني نه شاهي غواړم

د کونينو سرداره لۀ تا

ستا د در خاکروبي غواړم

هم طهٰ هم يٰس تۀ يې

سروري د دنيا ستا ده

اولين آخرين تۀ يې

نعت ليکل کار اسان نۀ دے

څۀ الفاظ چې دنيا کښې دي

يو لائق ستا د شان نۀ دے

د ښائيست دې مثال ورکړم

چې پيدا ستا لۀ مخه ده

څومره ښکلے به خيال ورکړم

مدينې ته چې ځې باده

زړۀ مې ډېر ناقراره دے

دغه عرض به مې وړې باده

مدينې ته راتلل غوارم

خپل حضور ته مې وباله

سترګې اوس سړول غواړم

مينه څۀ دي اورونه دي

چې د اور سره لوبې کؤي

ليوني هغه زړونه دي

څو لمحې د قربت راکړه

لا ختلې ځواني ده د يار

مرګه دومره مهلت راکړه

پۀ هر خيال کښې مې تۀ ګرځې

داسې وګڼه ياره زما

چې پکښې مې د زړۀ ګرځې

د کټ سر کله پښو له ځم

شپه د هجر مې مات مات کړي

سحر بيا غم د وړو له ځم

چې د شپې کټ ته خيژمه

دنينې غوندې هجر کښې

لکه تود بټ ته خيژمه

نه مې خوب آرام شته دے

ستا د هجر دوزخ کښې زما

نه سحر نه ماښام شته دے

د مرغو آوازونه دي

ستا وعدې يادوي تاته

پسرلے دے ګلونه دي

محبت ماله څۀ راکړل

مدام اوښکې په سترګو کښې

څۀ داغونه په زړۀ راکړل

محبت کښې مې لار نۀ وځي

چې په زړۀ کښې زما مات دے

په هيڅ شان هغه خار نۀ وځي

نۀ وريځ نۀ باران راځي

څۀ سپيرۀ کال د بره شو

نۀ زما خوږ جانان راځي

په بلۍ مې کارغه شوري

د راتلو دې اميد نيشتے

بې ګناه زما زړۀ زوري

ښکلے يار مې لا ست غواړي

زندګي مې ترې زار کړله

څنګه نور محبت غواړي

تکه سپينه کونتره ده

د بيلتون دې زما زړۀ کښې

پرته بل شان ويره ده

جوړې ستا به ګُذران کيږي

ستا په هجر کښې يار زما

څۀ ناشنا چل په ځان کيږي

يو زياتے به مې يار وکړي

بل منت به لۀ ما غواړي

څوک به څو داسې کار وکري

اخستو ته مې ساه پريږده

د يار غمه قربان شم لۀ تا

کله کله خو ما پرېږده

محبت کښې توکل ښۀ دے

رنځېدو نه د ټول عمر

اشنا مرګ د يو ځل ښۀ دے

يو ساعت مې قرار نيشتے

ستا د هجر له زندانه

چرته لار د فرار نيشتے

اوس په دوؤ کښې يوه وکړه

يا د ورور پلار عزت پاله

يا د تلو حوصله وکړه

په انګڼ کښې د کور ګرځي

هيڅ خبر مې په حال نۀ شوه

چې په زړۀ کښې مې اور ګرځي

ښۀ شوه دا چې شوې تۀ صبر

نور به څۀ کيږي مړ به شم

چرې نۀ شومه زۀ صبر

حالات مخکښې نه نور ګران شو

ما اؤ تا چې ليدل دواړو

آ خوبونه زموږ وران شو

ما به نور کړې مجنون داسې

يا انکار يا اقرار وکړه

نۀ تېريږي ژوندون داسې

کوم وطن کښې مې يار اوسي

باده لږ يې خبر راوړه

زړۀ مې ډېر ناقرار اوسي

ژوند مې عشق کښې خراب تېر شو

ستا وصال مې نصيب نۀ شو

په مثال د عذاب تېر شو

نۀ پوهېږم چې څۀ اوکړم

زۀ د خلقو رضا اوکړم

کۀ رضا خپل د زړۀ اوکړم

لکه هاړ کښې ولې اوچې

ستا د هجر محنت کښې زما

چرته نۀ شوې خولې اوچې

نۀ پوهېږم چې څۀ غواړي

هغه لار مې سهي نۀ کړه

راسره چې پرې تلۀ غواړي

نن مې زړۀ حد نه ډېر تنګ دے

ما ليدلے د يار په مخ

څۀ بدل څۀ بدل رنګ دے

چې مئين شوم هلک وومه

لا نيمزالے ترې خلاص نۀ يم

څومره دې رنځ ته کلک وومه

بې همته به وۀ نۀ شي

حال بٌدليږي د هغه خلقو

چې بدلون ته ېي زرۀ اوشي

زړۀ زما دومره ډېر خوږ کړه

چې هر غږ زما کُوکه شي

لۀ کڼې ځنې هېر خوږ کړه

ياره ستا به تېريږي وخت

مجبوري ده زما ياره

چې زما نۀ تېريږي وخت

کۀ خالي مې لاسونه دي

نور لۀ خدايه هيڅ نۀ غواړم