غزل
کوم چې حجاب و د چشمان، څيرې شو
Hamza Shinwariکوم چې حجاب و د چشمان، څيرې شو
لاړو دفتر مې د ارمان څيرې شو
مشت و گرېوان مې ضبط د شوقه سره
پکې گرېوان مې د ارمان څيرې شو
هلته سحر زما په غم و خندل
دلته مې گل غوندې گرېوان څيرې شو
نن خو بڼو ستنو گنډل کول ستا
وايه زما ولې گرېوان څيرې شو
ولوله واخله افسانه مې ده خو
هغه ورق يې د عنوان څيرې شو
چرته قاصد مې د اشنا نه وي دا
دا غبار څنگه د کاروان څيرې شو
چې په اغزو کې د بڼو ونښتې
نظره خير که دې دامان څيرې شو
چغه به هلته ته زما واورې
چا که خبر کړې چې اسمان څيرې شو
راغله رڼا د تصور يې حمزه
نن مې گرېوان د شبستان څيرې شو