شعر

کور،بحر او اهنګ

Rahman Baba

د کشمير په سر درو کښې به يو ځائې کوو سېلونه

تقطيع:

زما ستا ر بط په شان له د طو طي او د خا رو دے

د کش مير په سر درو کښې به يو ځاې کؤ و سې لو نه

مثال 3: چې ښکاره شي د سرو ټيک دې لکه تندر دے

په څو چنده دې ښائسته دے مخ د ګل صدبره

چې ښکا ره شي د سرو ټيک دې ل که تن در دے

په څو چن ده دې ښا ئس ته دے مخ له ګل صد بر ه

څنګه چې ما په شروع کښې ذکر وکړو په دې کښې نور هم مثالونه موجود دي خو دا

لږ فرق د اهنګ په چار بېته باندې پوهـ خلق محسوسولے شي ـ عام سړي له پاره

يو رنګ چاربېته ده ـ

مستزاد چاربېته:

د هم د اهنګونو په لحاظ غني کور دے ـ زه به په درې مثالونو اکتفا کوم ـ چې

لار يو ځل سمه شي مسافر چې څومره تګ پرې کول غواړي د هغه خوښه ـ

جمال په شش کښې ګورې

تا بيا په سرو لبانو دنداسه مخلې ډېره

لېلٰى د خياله ښورې

( نوره دين اخون)

تقطع:

د زاغ دوا ړه څان ګو نه دې د مخ نه کړه چا پې ره

جما ل په شش کښې ګو رې

تا بيا په سرو لب ا نو دن دا سه مخ لې دې ره

لې لا د خيا له شو رې

مثال 2: جوړه کړه بهانه جينۍ راځه زمونږه کور ته

او مې منه سوال

غوښې دې زما د زړه نيولي دي سو راور ته

او مې منه سوال

( اقبال خان اوګۍ)

تقطيع:

جو ړه کړه بها نه جي نۍ را ځه زمو نږ ه کور ته

او مې منه سو ال

غو ښې دې زما د زړه ني و لې دي سور اور ته

او مې منه سو ال

مثال 3: سترګې ګلونه د انارو

کاتۀ دې اثري ( نوره دين اخون)

نيم سر دے په ډبل وئيلو باندې به پوره کېږي ـ

تقطيع:

ستر ګې ګل و نه د ان ا رو

کا تۀ دې ا ث ري

کړه بنده :

په زوړ دور کښې د دې چاربېتو شپږ بندونه وو او په دريو بندونو پسې به يو ځل

سر سره او دوئم ځل بيا د دريو بندونو نه پس سر سره تړلے کېده ـ وګورئ د

زرين اخون چاربېته په صفحه 178باغ و بهار کښې ـ يو عبدالواحد ټېکه دار داسې

شا عر دے چې هغه د چار بېتې روايت ئي مات کړے دے ـ د قافيې پابندي ئي هم

ډېره نه ده کړې ـ د چاربېتې استاذان نوره دين اخون ، احمد دين طالب او

عبدالله استاد دي ـ احمد دين طالب څخه اته واړه کوره مکمل دي ـ په چاربېته

کښې نادر تشبيهات د روز مرې ښکلے استعمال اشارې کنائې لکه د غزل غوندې

موندے کېږي ـ د بحر او د وزن خبر شاعر دے ـ او ددې اشاره احمد دين طالب په

خپلې يوه چاربېته کښې په صفحه باندې 45

( ديوان احمد دين طالب مولف حافظ شمس الرحمان) کړې ده ـ

ډلې ډلې شاعران مې د چاربېتو مساوات وائي

يا دې داسې وائي يا دې نه کړي شاعري چرې

نه پېژني وزن د ميزان نه کم و زيات وائي

کم په کمينۍ کښې څله کاندي دائرې چرې

په اوسني دور کښې به دا دوه قسمه چاربېتې وئيلے کېږي ـ

مثال 1 ـ پروت يم بې مجاله ستا د در ملنګ يمه

ځي مې د خولې وينې محبوبا زړه مې نا سور شۀ

حال مې د منصور شۀ

کړه: الف: پروت يمه فقير ، ستا په در زهیر

غوڅ يم په ضمير

غم دې په ما زور شه اوس ديدن ته يم لېواله

پروت يم بې مجاله

ب: غم دې په ما زور شه ، حال مې ځکه نور شه

بل را باندې اور شه

اوخوره په ما ننګ صنمې ستا په تهمت رنګ يمه

ستا د در ملنګ يمه

ج تا باندې شيدا يمه ، غم کښې مبتلا يمه،

تل په واويله يمہ

وفا په ما باندې ټول ملک جهان تنور شو

حال مې د منصور شه

(مولانا سېف الرحمان)

مثال 2: مڼې د ثمر قند ، ستا سرۀ اننګي دواړه

خون کارې وهي لارې ستا خمارې سترګې سرې

عجب حسن لرې

کړه : مڼې دې کوکۍ سپېنې خوش رنګې ګل رنګېنې

د قندو نه شيرينې چې اګاه دې شو په خوند

مڼې د ثمر قند

( احمد دين طالب)

په مثال 1 او 2 کښې دغه همره فرق دے چې په نمبر 1کښې د درې لنډو مصرعو

ورستو چاربېته د سر سره تړلے کېږي نمبر 2 کښې د دوو لنډو مصرعو نه ورستو سر

سره تړلے کېږي ـ اهنګ د اول وخت نه يو روان دے ـ خو د دريو لنډو مصرعو

بندکي چې لري لږه تندۍ سره وئيلے کېږي ـ