غزل
له یوه بل ، له بله بل څراغ بل کړی دی موږ
Darwish Durraniچي تاريکه وي هلته تل څراغ بل کړی دی موږ
درواغ ئې مه ګڼه که څوک درته دا وائي دلته
چي نه مو کور شته او نه خپل څاغ بل کړی موږ
توري تيارې د پښتنو په طرف باندي شړو
ناست يو په کور کي د مغل څراغ بل کړی دی موږ
موږ په هغو خلکو کي نه يوچي ويلای شي دا
چي په دنيا کي اول ځل څراغ بل کړی دی موږ
دروېشه داسي نو يو مخ توره تياره هم نه ده
اوس په پښتو کي دزل څراغ بل کړی دی موږ