غزل
لا ژوند د خپل خر د مې په احساس کې پاتې دی
Hamza Shinwariلا ژوند د خپل خر د مې په احساس کې پاتې دی
يو ټوک چې د گرېوان زما په لاس کې پاتې دی
اشنا راته موسکی دی لاس مې خير په گستاخۍ
لېکن زړه مې له رعبه په وسواس کې پاتې دی
برېښنا د مخ په ستا وي گنې شته مې ايينه
مشکل دې د پرتو په انعکاس کې پاتې دی
اميد په حقيقت کې د ژوندون نه و باعث
صورت چې د اشنا زما په ياس کې پاتې دی
هر څو که دوه جهانه دې حمزه کړل يو نفس
لا راز د حقيقت په پاس انفاس کې پاتې دی