غزل

لا تر اوسه  ئې ستايل شي  توره ډال پۀ پښتنو کښي

Khatir Afridi

ياد به نه مري تر قيامتهد خوشحال پۀ پښتنو کښي

صفت ښۀ وي پس له مرګه پۀ ژوندون کښې صفت مخ دي

د خوشحاله د توري ښکاري يو مثال پۀ پښتنو کښې

که خوشحال رانه څوک غواړي پښتو ژبه ئې نشان دي

په خپل ژوند ئي ختم کړي فکر خيال په پښتنو کښي

چي خفه نۀ شي خوشحاله داسې مۀ وايه چي مړ يم

يادګيرنې دي اوس کېږي  کال په کال پۀ پښتنو کښي

تا بنياد د ژبي کلک کړو اي خوشحاله  وران به نۀ شي

تل  تر  تله به ولاړ  وي  د ا دېوال  پۀ  پښتنو  کښي

سوال خو گران دي  يو  پېغور دي پېغور نه مرگي  ښه  دي

خوشحال موګ د غيرت خوښ کړو نۀ ې سوال په پښتنو کښي

پښتانۀ ډېر دي حأ طره داسي مۀ وايه چي نشته

د خوشحال غوندي يادېږي خال په پښتنو کښي