غزل
له اغيار سره خندا څه په کار نه ده
Rahman Babaله اغيار سره خندا څه په کار نه ده
له اغيار سره سودا څه په کار نه ده
سل يارۍ د يوه يار د پاره کېږي
اشنايي دهر اشنا څه په کار نه ده
هر بلبل به دې ثنا کا که ته گل شې
په خپل ځان خپله ثنا څه په کار نه ده
عشق د بوی په څېر په پټه خوله څرگند وي
په دا چارو کې غوغا څه په کار نه ده
د عشق درد واړه عاشق لره راحت دی
ددې هسې درد دوا څه په کار نه ده
بد له بدو سره بويه، نېک له نېکو
دجفا په ځای وفا څه په کار نه ده
عاشقي حرص و هوا دي سره لرې
د بيمار په ځان هوا څه په کار نه ده
عاشقي نادره چار ده په جهان کې
ولې بې خدايه سودا څه په کار نه ده
که يې کړم هم څه يې نه کړمه سوگند دی
وابستگي ددې دنيا څه په کار نه ده
د دنيا مينه بې کاره اورېده شوه
چې مې وليده رښتيا څه په کار نه ده
که رحمان په جهان ډېر پايم دلبره
زندگی زما بې تا څه په کار نه ده