غزل
له رهزنه نشته هېڅ خطر په زړه کې
Hamza Shinwariله رهزنه نشته هېڅ خطر په زړه کې
کړی خيال دی داشنا گذر په زړه کې
ستا ضمير مې دی اشنا رقيب ته تليه
غځونې مې کوي خبر په زړه کې
بيا لاله د زړه د داغ قصه کړه نوې
پسرلي مې کړه پيدا بصر په زړه کې
ستا په بام د غځونې تصور دی
ستا له مخ نه مې ده شپه سحر په زړه کې
دا ژوندون دی که هوا ده يار د مينې
چې خواهش مې شو د مرگ وزر په زړه کې
ستا د وروځو د خنجر له زخمه ځار شم
اوس خو راشه چې دې جوړ کړو ور په زړه کې
د حمزه ژبه به ولې خوږه نه وي
ستا ترخو يې کړو پيدا اثر په زړه کې