غزل
لږ يې وپوښته چې حال يې د زړه څه دی
Rahman Babaلږ يې وپوښته چې حال يې د زړه څه دی
د رحمان له سترگو څاڅي نم په څه
که څه وايم له هجرانه وايم څه
له دې درده بې درمانه وايم څه
توان د دم وهلو نه لرم ويار ته
چې توان نه لرم بې توانه وايم څه
چې يې ووينم له ځانه خبر نه يم
چې خبر نه يم له ځانه وايم څه
دخپل زړه دحاله هېڅ راويل نه شي
له بې نامه بې نښانه وايم څۀ
دعشق راز چې هېچا نه دی بيان کړی
ترو به زه له دې بيانه وايم څۀ
دخپل يار له غمه درست په اوښکو ډوب يم
له دې هسې رنگ طوفانه وايم څه
زه چې پروت يم دهجران په تناره کې
د وصال له گلستانه وايم څۀ
سر و مال د سړي لوټ کا زړه يې يوسي
له دې هسې دل ستانه وايم څۀ
زاغان بولي بلبلان شړي له باغه
ددې د هر له باغبانه وايم څۀ
هر چې وايم تر همه واړو بهتر دی
زه رحمان به له جانانه وايم څه