غزل لکه د لفظ د آسان يمه اسان يمه زه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 لکه د لفظ د آسان يمه اسان يمه زه نوم خو مې واخله که هر څو درباندې گران يمه زه 02 زاهده پرېږده د حورانو د غلمانو قصې بد به مې نيت نه شي په خدای چې مسلمان يمه زه 03 اوس چې دزلفو سودايي يم نه شايق د گلو بيا ولې بې سببه داسې پرېشان يمه زه 04 لکه د موج به سر وباسمه فنا نه يمه چې په ژورو دخيال کې دې پنهان يمه زه 05 کله دې گورې آيينه او کله خپل تصوير اوس نه پوهېږم ته حيران يې که حيران يمه زه 06 ساقي که واړولې سترگې وار يې وانه ړوه يو د رندانو پخوانی پاتې نشان يمه زه 07 ساقي د سترگو سره وار هم په ما واړولو حمزه معلومه شوه محروم له دوه جهان يمه زه Dictionary meaning × Headword