غزل لکه د لفظ د آسان يمه اسان يمه زه امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 لکه د لفظ د آسان يمه اسان يمه زه نوم خو مې واخله که هر څو درباندې گران يمه زه 02 زاهده پرېږده د حورانو د غلمانو قصې بد به مې نيت نه شي په خدای چې مسلمان يمه زه 03 اوس چې دزلفو سودايي يم نه شايق د گلو بيا ولې بې سببه داسې پرېشان يمه زه 04 لکه د موج به سر وباسمه فنا نه يمه چې په ژورو دخيال کې دې پنهان يمه زه 05 کله دې گورې آيينه او کله خپل تصوير اوس نه پوهېږم ته حيران يې که حيران يمه زه 06 ساقي که واړولې سترگې وار يې وانه ړوه يو د رندانو پخوانی پاتې نشان يمه زه 07 ساقي د سترگو سره وار هم په ما واړولو حمزه معلومه شوه محروم له دوه جهان يمه زه د قاموس مانا × اصلي کلمه