غزل
لکه کاندي په کوترو نظر باز
Rahman Babaلکه کاندي په کوترو نظر باز
هسې زه يم د دلبرو نظر باز
زه و نورچاته خبرې د راز نه کړم
بې هغو چې موی مژگان لري دراز
بل بادشاه لره محال دی ملک د زړونو
مگر مخ د چا محمود شي خال اياز
ستا د زني تر سېب پورې راښکارېږي
نورې زنې دخوبانو لکه پياز
د تصوير له گلو طمع د بوی مه کړه
بې وفا دي واړه ترکې د مجاز
هغه يار که په خپل ناز خوښ و خرم دی
زه هم خوښ يم همېشه د يار په ناز
همېشه مې لاس نيولي وي دا خواست کړم
چې مدام دې د يار ناز وي زما نياز
که څوک آه و فرياد ښه گڼي په عشق کې
زه په عشق کې دغه کار گڼم غماز
ښادي هر چرې د غم په اندازه وي
هسې غم دی د ښاديه په انداز
نېستۍ واړه د هستۍ په دنبال گرځي
نه ډوبېږي په اوبو کې تش جهاز
دا قاعده ده لکه لوړ هومره په ځوړ وي
يو صورت دی هم نشيب شي هم فراز
چې يکسان گوري هم شاه و هم گدای ته
هسې يار دی د رحمان غريب نواز